۱۴
خرداددغنمو کرنه
دغنمو کرنه
سریزه:
غنم دنړۍ یو پخوانى بوټى دی چې له ۶۵۰۰ کالونه پخوا په اوسنی عراق،۶۰۰۰ کاله پخوا په مصرکې او۳۰۰۰ کاله پخوا په چین کې کرل کیدو له تاریخ نه وړاندې غنم په اروپا او افریقا کې خپورشوى دى . غنم په نړۍ کې په زیاته پیمانه په مصرف رسیږی چې له نیمایی نه زیات برخه وګړی له غنمو نه استفاده کوی . غنم په زیاته اندازه پروتین (۱۱ ځخه تر۱۴ فیصده پوری) ،له ۶۳ ځخه تر ۸۰ فیصده نشایسته ،دوه فیصده شحم او دA.B.C.D.PP ویټامینونه لری. دغنمو پروتین لوړکیفیت لری چې تر ۹۵ فیصده پورې دوجود په ذریعه جذبیږی. دغنمو سل ګرامه ډوډۍ د۲۴۵ ځخه تر ۲۵۵ کالوری انرژی لری. دنرموغنمو(Triticum vulgar) اوړه دغنمودنورو نوعو په نسبت غوره دی . علاوه له ډوډۍ له غنموځخه مکرونی،کیک کلچو او الکولوپه جوړولوکې استفاده کیږی.
په اوسنی حالت کې غنم دنړۍ په ټولو برخوکې کرل کیږی. هغه سیمې چې جګوالې یې دبحر له سطحې نه ښکته بیا تر ځلورزره مترو پورې له بحر نه جګوالى ولری دغنمو دکښت لپاره مناسبې دی. زمونږ دهیواد تقریباً په ټولو برخو کې غنم کرل کیږی چې هر کال نږدې ۲،۳ ملیون هکتاره ځمکه نیسی. په اوسنۍ مرحله کې دغنمو حاصلات ډېرټیټ دی ځکه چې بزګران له خپل درمندځخه دغنمودتخم تیاروی.کیمیاوی اوعضوی سرې په لږې اندازې سره ځمکې ته علاوه کیږی د نامطلوبو بوټو،ناروغۍ او افتونه په ښه ډول مخنیوى نه کیږی .
په اوسنی حالت کې له یو جریب ځمکې ځخه په اوسط ډول ۴۶ منه حاصل اخستل کیږی.چې دا اندازه ډېره کمه ده که له اصلاح شوی تخم،پرمختللې تکنالوژۍ او دکرنې له عصری لاروچارونه استفاده وشی زمونږ بزګران کولای شی له یو جریب نه د ۱۰۰ ځخه تر ۱۵۰ منه غنم په لاس راوړی.
دغنموبیولوژیکی مشخصات:
غنم دتودوخې ۲-۱ درجو دسانتې ګراد کې په نېش وهلوپیل کوی.دخاورې په مخ ددنېش په راښکاره کیدوسره لوړې تودوخې ۱۲ ځخه تر ۱۴ درجودسانتې ګراد ته اړتیا لری. دنبات د ودې لپاره دتودوخې مناسبه درجه د۲۵ ځخه تر۳۰ درجوپورې ټاکل شوې ده.دتودوخې په ۳۶ درجو کې دنبات وده دریږی . همدارنګه دنبات د ودې لپاره ټیټه تودوخه ۳ ځخه تر۴ درجو پورې ده.
دمنی غنم په منی اوپسرلی کې بوټى وهی نوې ساقې تشکیلوی چې په دې مرحله کې کافې اندازې لندبل او د ۸ ځخه تر۱۰درجوتودوخې ته اړتیالری .که په دې مرحله کې تودوخه دسانتې ګراد۴-۳ درجوته راښکته شی دساقو تشکیل دریږی .وچ اقلیم دساقوپه تشکیل باندې منفی اغیزه لری .دلوى تخم کرل او په کافی اندازه دنایتروجنی سرواستعمال دساقوتشکیل زیاتوی. په پسرلی کې لوړه تودوخه او دخاورې دلندبل کمښت هم دساقو په تشکیل باندې بده اغیزه لری چې وروسته په یووخت کې نه رسیږی .
په منی کې اورښت د دانې په ډکیدوکې زیات رول لری همدارنګه په پسرلی کې اورښت دنبات بدنی وده زیاتوی او هم دنویو ساقو دتشکیل لپاره زمینه برابروی چې داعمل دغنمو د واښو په زیاتوالې کې رول لری.
غنم په هغه خاورو کې چې پی اچ PH یی ۶٫۰-۷٫۵درجو،حاصلخیزۍ ، او دنامطلوبو بوټوځخه پاکې او کافی اندازه لندبل ولری ښه حاصل ورکوی. زیم لرونکې اوضعیفې ریګی خاورې دغنمو دکرلو لپاره مناسبې نه دی.
دتخم برابرول:
اصلاح شوى تخم دحاصلاتوپه زیاتوالی کې ستر رول لری.هغه اصلاح شوى تخم چې له محیط سره توافق ولری کولای شی چې په سلوکې پنځوس برخې دغنموحاصلات زیات کړی .زمونږ په هیوادکې پنځوس فیصده دغنمواصلاح شوى تخم کرل کیږی چې دا اندازه نوره هم په ډېرویدو ده.
په اوسنی وخت کې ډیر تخمونه له بزګرانو ځخه لاس ته راځی. داسې تخم چې بزګرانو تولید کړى وی دښه کیفیت لرونکى نه وی .دلوړ حاصل دتولید توان نلری همدارنګه دنارغیو او افتونو په مقابل کې مقاومت هم نه شی کولای.او امکان لری دنامطلوبو بوټو تخمونه له ځان سره کروندې ته یوسی.
هغه تخم چې دښه کیفیت درلودونکى وی QDS تخم بلل کیږی چې دتخم له دقیقواومشخصو شرایطولاندې روزل کیږی. دنېش وهلو لوړه فیصدی لری دنورو انواعو اونامطلوبو بوټو له تخم اونور بیګانه شى پکې شتون نه لری.
دابه یو ښه کار وی چې بزګران خپله ځلور پنځه کاله وروسته QDS تخم تولید کړی.
ددې کار لپاره لومړى باید دتخم دتولید لپاره یوه ساحه انتخاب شی ترځو دخالص تخم دلاس ته راوړلو لپاره زمینه برابره شی.نامطلوبه بوټی باید په لومړی سرکې لمنځه لاړ شی. دغنمو دنورو انواعو تخم د روګینګ دعملیی په واسطه کله چې غنم صاف ( ټولوبوټو وږی ایستلی وی) شوی باید لمنځه یوړل شی او کرونده دناروغیو او افتونونه پاکه وساتل شی.
تخم له کرلو مخکې باید دفنګس ضد کیمیاوی درملو(Fungi cid ) باندې ککړشی. ترځو دتخم اوخاورو له فنګسی ناروغیو ځخه وژغورل شی.
دیو جریب ځمکې لپاره له ۲۵-۳۵ کیلو ګرامه تخم کیفایت کوی.
باید یادونه وشی چې تخمونه دوخت په تیریدوسره خپل خاصیت له لاسه ورکوی. نو دا به ښه وی چې هرکال QDS دښه کیفیت تخم تولید اویا دتخم دتولید له سرچینوځخه واخستل شی.
هغه تخمونه چې اوس په افغانستان کې کرل کیږی
عبارت دی له آمو۹۹،روشان ۹۶،للمی۲،ګل ۹۶، انقلاب ۹۱، PBWI 54، هرات ۹۹ اوپامیر۹۴ .
دځمکې برابرول:
په یوه کرونده کې دغنم پرله پسې کرل دنارغیو،افتونودډېریدوسبب کیږی چې په نتیجه کې دحاصلات کمیږی او دتولید بیه لوړیږی . ددې لپاره چې دناروغیواندازه کمه کړو نوباید داسې فصلونودغنموترمخه یا وروسته وکرل شی چې دناروغیوګډ کوربه(Host) نه وی .
همدارنګه هغه نباتات چې وده یی له غنمو سره توپیر ولری دمامطلوبو بوټو دکمیدوسبب کیږی او هم دخاورې له دعین عمق نه دنباتاتو غذایی مواد زیات نه اخستل کیږی.
غنم په مختلفو خاوروکې توافق لری خوهغه خاورې چې زیم ونه لری اوبافت (Texture) ئې متوسط او دحاصلخیزۍ اندازه یې منځنۍ یا جگه وی لوړ حاصل تولیدوی .په زیم لرونکوځمکو کې دنبات دریښولپاره په کافی اندازه اکسیجن نه رسیږی نبات دناروغیو په مقابل کې حساس کیږی اوناروغۍ منځ ته راځی.
دغنمودکښت لپاره ځمکه په منی کې برابریږی په هغو سیموکې چې ځمکه یخ وهی دپسرلنی غنمو لپاره په پسرلی کې هم ځمکه برابریدلای شی مګر غوره به داوی چې ځمکه دکښت لپاره په منی کې برابره شی.
ځمکه لومړى د۳۰-۳۵ سانتی متروپه اندازه قلبه دکیمیاوی سرې او تخم له استعمال وروسته ماله کیږی.
دغنمو کښت Wheat planting :
غنم باید په مناسب وخت کې وکرل شی. که دمنی غنم ډېر دوخته وکرل شی حاصلات به ئې ټیټ وی دپخوالی مرحله به یی مخکې وی کیدای شی دالوتونکو په واسطه زیات لمنځه یوړل شی. همدارنګه که غنم ډېر وروسته وکرل شی ښایی غنم ښه بوټى ونه وهی چې له نامطلوبو بوټوسره سیالی وکړی. په نتیجه کې دحاصل دکموالی سبب کیږی . په هغو سیموکې چې جګوالى یی ۲۲۰۰ مترونه زیات او دېرې یخی وی دغنمو دکښت لپاره مناسب وخت دسنبلې اخر اودمیزان سر دى.
اوپه هغوسیمو کې چې جګوالى ئې د۱۸۰۰ مترو په شاوخوا کې وی لکه کابل،لوګر،وردګ دمیزان نیمائی دکښت لپاره مناسب وخت دی .اوهغه سیمې چې جګوالى ئی له ۱۸۰۰ متروکم وی لکه سروبى، ننګرهار،لغمان،فراه دعقرب په میاشت کې کښت سرته رسیږی.
په هغوسیموکې چې پسرلنی غنم رواج دی کله چې جوی اوضاع دژمی په اخراودپسرلی په لومړیوکې اجازه ورکړی او وختی وکرل شی ډېره ښه نتیجه ورکوی اوکه په مناسب وخت کې جوی اوضاع پرې نږدی چې کښت وشی.نوبزګران بایدپه خپل پلان کې له سره غوروکړی اونور فصلونه انتخاب کړی ځکه چې ناوخته دغنموکرنه حاصل نه ورکوی.که مونږ ناوخته کرنه کوو نوښائی چې دتخم مقدار زیات شی ترځووکولای شی دنامطلوبوبوټوسره مقابله وکړی .او که دتخم اندازه کمه وی نو له نامطلوبو بوټوسره مقابله نشی کولای .
دافغانستان په زیاتر سیموکې ۵.۲ – ۵ کیلوګرامه تخم په یوه جریب کې کرل کیږی.مګر په پرمختللوهیوادونوکې چې کرنه په ماشین سره سرته رسیږی ۱ ځخه تر ۱.۵ منه تخم په یوجریب کې کرل کیږی.
په للموکې دتخم اندازه په میدان،غزنی،پکتیکا کې ۷ کیلوګرامه اوپه شمال کې ۲۰ کیلوګرامه دی ځکه چې په شمالی سیموکې اورښت یوځه زیات وی اوخاوره ښه لندبل ساتی.
تخم باید په مناسب عمق (په کلې خاوره کې ۵-۳ سانتی متره اوپه ریګی خاوروکې ۸-۷ سانتی متروپه ژوروالی) وکرل شی. کله چې تخم په مناسبه ژور والی سره وکرل شی نولندبل زیات تغیرنه کوی خاوره باید ډېره نرمه وی اوله تخم سره زیات تماس ولری چې ماله کول دا تماسزیاتوی. هغه تخمونه چې په لږ ژوروالی سره کرل شوی وی شاید په ژمی کې لمنځه لاړشی. اوهغه تخمونه چې په زیات عمق کرل شوی وی کیدای شی دخاورې له زیات عمق نه نېش راونه باسی. اودا هم ویلى شو چې شنه کیدل او وروسته وده زیات وخت نیسی.
اوبه لګول:Irrigation
دغنمو له کرلو مخکې اوبه لګول ددې لپاره ضرور دی چې خاوره پسته او دکښت نه وروسته حد اقلاً تر ۲۰ ورځو پورې په خاوره کې کافی اندازه لندبل موجود وی ترځوچې ریښې وزغلی. په غنموکې ډېره حساسه مرحله دوږی ایستلو نه وروسته ده په غنموکې دپرسیدو تر مرحلی مخکې که بوټى تنده ونه ښیئ اوبه دومره اهمیت نه لری . اوبه لګول دوږی ایستلو،دانوډکیدو او پخیدو په مرحلوکې زیات ارزښت لری که د دانو د ډکیدو په مرحله کې کافی اندازه لندبل موجود وی د دانو په ډکیدوکې مرسته کوی او که کافی اندازه لندبل موجود نه وی په سلوکې لس برخې په حاصلاتو کې کمښت منځ ته راځی .غنم معولاً ځلور ځله اوبه کیږی .
۱٫ له کرلو شل ورځې وروسته.
۲٫ دبوټی وهلواوساقوداوږدیدو په مرحله کې.
۳٫ وګل ایستلو ( Flowering ) په مرحله کې .
۴٫ دشیرې په مرحله کې.
دخاورې حاصلخیزی:
که دې خاورې حاصلخیزی په ښه ډول تنظیم شی نو سره (کود) له ټولو عواملونه زیات تاثیر لری. غنم دسرې په مقابل کې ښه عکس العمل ځرګندوی .نایتروجن یوداسې عنصر دی چې کمښت یی دپه نبات کې دزیات محدودیت باعث ګرځی.
ځرنګه چې دافغانستان خاورې په کمه اندازه عضوی موادو درلودونکې دی نو دخاورې دوهمی جوړښت (Structure ) ئی هم ډیر ضعیفه دی. نو دعضوی موادو لکه حیوانی پارو،دنباتاتو بقایاوې اوشنو سرو مصنوعی اضافه کول زیات اهمیت لری.دافغانستان په زراعتی خاوروکې دعضوی موادو اندازه له ۱ ځخه تر ۲ فیصده پورې رسیږی چې دا رقم ډېر ټیټ دی که مونږ وغواړو دخاورې په ۳۰ سانتی متروکې ۱% عضوی مواداضافه کړو نو۸،۴ ټنه عضوی مواد دیوه جریب ځمکې لپاره ضروری دی. نو ویلى شو چې زمونږ خاوری دحاصلخیزۍ دارتقا لوړ پوتنشیال لری.
که مونږ وکولای شو په کافی اندازه عضوی سرې تهیه کړو دکیمیاوی سروته یواځې دعناصرو دتوازن لپاره ضرورت شته دی.
دکیمیاوی سرو داستعمال په اړه باید وویل شی چې دفاسفیتو،نایتریتو او دخاورې عمومی حاصلخیزی په نظرکې ونیول شی. که په خاور ی نوموړی موجود وی. نو کولای شو دکیمیاوی سرو په لګیدوکې سپما راولو. په خارو اوریګی خاوروکې دسرې استعمال زیات اهمیت لری.
په عمومی ډول سره په یو جریپ ځمکه کې ۵۰ کیلو ګرامه یوریا ۲۵ کیلو ګرامه ډاى امونیم فاسفیت(DAP) ، او۲۵ کیلوګرامه پتاشیم لرونکې سرې استعمالیږی. چې۳ ۱/ یوریا،ټوله ډای امونیم فاسفیټ اوپتاشیم لرونکې سره دکرلووخت کې لګول کیږی. دریمه برخه دیوریا سره دبوټی وهلو وخت کې اودریمه برخه نوره دوږوی ایستلو وخت کې استعمالیږی.
په یاد باید ولروهغه ځمکې چې په تشدیدی ډول کښت لاندې وی ښایی دفاسفورس بقایا پکې زیاته وی اوپه ځینو ځمکو کې نایتروجن هم باقی پاتې کیږی چې دا هم باید په نظرکې ونیول شی.
دنامطلوبو بوټومخنیوى:
دغنمو په کروندوکې دنامطلوبو بوټوموجودیت دغنمو حاصلات راکموی.چې په دې اړه په اکثروهیوادونو لکه ایران،عراق،سوریه،روسیه اودمنځنۍ اسیا په هیوادونوکې ځیړنې شوی دی چې دا ځیړنې ښیی چې نامطلوبه بوټی د۲۰ ځخه تر۳۰ فیصده دغنمو حاصلات راټیټوی. .نوباید کروندې له ابتدا ځخه دنامطلوبو بوټوځخه پاکې وساتل شی.دکروندې شاوخوا هم باید پاکه وساتل شی ترځو دنامطلوبو بوټودتخم دتولیدسرچینی لمنځه لاړې شی.
پاک تخم،پاک کښت،پاک سامان دنامطلوبو بوټو له شنه کیدو ځخه مخنیوى کوی .
نوبتی کرنه (Crop rotation) هم نامطلوبه بوټی په کروندوکې کموی .غنم رنګه بوټی دوه دری کاله وروسته په پلن پاڼو فصلونوکې لمنځه ځی.
زمونږ په هیوادکې دغنموپه کروندوکې نامطلوبه بوټی دلاسی وسایلویامستقیماً دلاس په واسطه لمنځه وړل کیږی مګرپه لویو کروندوکې دلاس په واسطه دنامطلوبو بوټولمنځه وړل یو ستونزمن کار دی. نودکیمیاوی درمل یا(Herbicides) په واسطه مخنیوى دبوټو د ودې په لومړیومرحلوکې ډېر موثریت لری. دکیمیاوی درملوپه واسطه دبوټودمخنیوی لپاره لومړى نامطلوبه بوټی تشخیص او وروسته دکیمیاوی درملو په واسطه لمنځه لاړشی. دغنمو دکروندویوشمیر نامطلوبه بوټی په لاندې ډول سره دی.
۱٫کانادائى اغزى Canadian Thistle :
دا نامطلوبه بوټى ځوکلن نبات دی چې دتخم اوریښوپه واسطه تکثر کوی په ډیره اسانۍ سره ماتیږی اونوې غوټۍ جوړوی . او دا کار ددې نبات دتکثیر سبب ګرځی او دکښت په وخت کې هم تکثیریږی . ددې اغزی یو بوټى ځلورزره تخمونه تولیدوی اوکیدای شی چې دځو کلونو لپاره داستراحت(Dormancy)په مرحله کې وی ددې لپاره چې ددې اغزی مخنیوى وشی دځو کلونو لپاره ځمکه باید ژوره قلبه شی خو دا کار ډیر قیمته او دخاوری د تخریب سبب کیږی. همدارنګه مونږ کولای شو دااغزى د ۲-۴-D په واسطه لمنځه یوسو چې په یوه لیتر کې ځلور سی سی حل او دواپاشی کیږی . دیوه جریب ځمکې لپاره دوه سوه لیتره محلول کفایت کوی.
۲٫جودر(Rye ) :
جودر هم یو ستونزمن بوټى دی ځکه چې دا نبات له غنمو نه مخکې پخیږی او تخم یی دغنمو دریبلوپه وخت کې په کرونده کې خپریږی جودر په غله کې دغنمو کیفیت راټیټو.
غنم او جودر دواړه په یوه نباتی کورنی پوری اړه لری مشابه اګرونومیکی خواص او وده لری زراعتی عملیات کولای شی ددې نامطلوبه بوټی نفوس ټیټ وساتی
کیمیاوی کنترول : ۲ Chlorophob اووه ۷ سی سی په یوه لیتر اوبو کې اویا Poma چې دا یوه سی سی په یوه لیتر اوبه کې حل کیږی که ځه هم چې دPoma بیه ډیره جګه ده خو په لږ مقدار په کارکیږی دا درمل کله چې غنم له دوو ځخه تر اوو۷ پاڼې ولری استعمالیږی ددې لپاره چې دجودر مخه ونیسو نوباید پاک تخم وکرل شی نوبتی کرونده مراعات شی او دغنمو له کرولو مخکې باید ځمکه دوفال شی.
۳٫پیرونې (Field Binweed ):
پیروتې ځوکلن نبات دی چې ژوری ریښی لری دتخم ،دفارم دوسایلو او دجرړو په واسطه تکثیریږی . او دحیواناتو په واسطه هم زیاتیدى شی او دا ګیاه له غنموسره داوبو،غذایی مواد او درڼا په جذب کې سیالی کوی . پیروتې په غنم باندې جګیږی او غنم چپه کوی چې دچپه شوی غنموراټولول دماشین په واسطه یو ستونزمن کار دی او که پیروتې ډېرې زیاتې شی نو له ۵۰ ځخه تر ۶۰ فیصده پورې حاصل راټیټوی .
ددې بوټی له منځه وړل یو ستونزمن کار دی لومړى باید دتخم له تولیدځخه مخنیوی وشی.جرړې ،دجرړوغوټې اونهالی بایدلمنځه لاړ شی. پیروتې ډیر مقاوم نبات دی نوسخته مبارزه غواړی.
ددې لپاره چې دنامطلوب بوټی په مقابل کې مو موثره مبارزه کړې وی باید له انتخاپی دوا ځخه ګټه واخستل شی.کله کله دپیروتې لپاره له ۲-۴-D نه هم کار اخستل کیږی چې پنځه سی سی په یوه لیتر اوبو کې منحل او دوه سوه لیتره دیوه جریب ځمکې لپاره پکاریږی .
۴٫خاکشیر یا وحشی شرشم:
دا نبات دبراسکا وړې نباتی کورنۍ پورې اړه لری پلنې پاڼې لری دا نبات په سړو سیمو کې لکه بامیان او داسی نو رځایو نه کې په زیاته پیمانه پیداکیږی. ترځو چې په میخانیکی شکل (خشاوه) ددی نبات مخنیوى کیږی معمولا ډیر ناوخته وی او دې بوټی خپله خساره اړولې وی ددې نامطلوبه بوټی دمخنیوی لپاره هم ۲-۴-D موثره دوا ده او باید په لومړیو مرلوکې چې خاکشیر یوازې اووه۷ سانتی متره جګوالى ولری استعمال شی.
دغنموناروغۍ:
غنم دیوشمیر فنګسی ناروغیو(سرخیواوتورکو) ترحملې لاندې راځی چې دا ناروغۍ کولای شی دغنمو زیاته برخه حاصلات لمنځه یوسی.
سرخی دغنمو یوه ډېره خطرناکه فنګسی ناروغی ده چې کولای شی دحاصلاتوزیاته فیصدی اوحتی سل فیصده لمنځه یوسی. سرخی په درى ډوله ده .
دپاڼې سرخی یا Leaf Rust : دپاڼې سرخی چې دنصواری رنګه سرخی هم بلل کیږی دیو فنګس Puccinia recondite به واسطه منځ ته راځی چې دا فنګس کولای شی غنم،وربشې،ترتیکلی او نور ګراسونه په دې ناروغۍ اخته کړی. ددې ناروغۍ شدیده حمله دحاصلاتو زیاته برخه لمنځه وړی چې په عمومی صورت سره د دږو دکمیدو، د دانې دوزن دکموالی اودکیفیت دخرابوالی سبب کیږی.
دساقی سرخی یا Stem Rust :دا ناروغۍ دPuccinia graminis tritici فنګس په واسطه منځ ته راځی چې علاوه له غنمودا فنګس وربشې،ترتیکلی او نورګراسونه ترخپلی حملی لاندې راولی . دا فنګس که دنمو په لومړیومرحلوکې غنم په ناروغۍ اخته کړی او محیطی شرایط برابروی کیدای ناروغی په Epidemic شکل سره واقع شی او ټول نباتات لمنځه یوسی.
دا ناروغۍد ساقودتعداددکمښت،د دانې دوزن دکمیدو او د دانې دکیفیت دخرابوالی سبب کیږی.
مخططه سرخی: دا سرخی هم دیو فنګس Puccinia striformis په واسطه منځ راځی. چې دا فنګس (Fungi) غنم،وربشې،ترتیکلی او نور مشابه ګراسونوتر خپلې حملی لاندې راولی ددې ناروغۍ نوبتی کوربه تر اوسه نه دی پیژندل شوى.
دا ناروغې دحاصل دکمښت،په وږوکې د دانو دکموالی او د دانې دکیفیت دخرابوالی سبب کیږی.
دسرخیو مخنیوى:
دفنګس هغه ضدکیمیاوی درمل(Fungi cid) چې دسرخیو دمخنیوی لپاره استعمالیږی عبارت دی له :
ریدومیلRidomil ( C15H21NO4) چې تجارتی نومونه یی میتالکسل Mtaliaxil او متالکسینین Metalaxinin CGA 8988(Ciba) چې سستمیک Fungi cid دی.چې د منکوزیب،کپتان،فلپت،کاپراوکسی کلوراید سره په مخلوط شکل کولای شی دسرخیو مخنیوی وکړی چې په ۱۰۰۰ لیتره اوبوکې ۲۰۰-۲۵۰ml/ha حل او دواپاشی کیږی.
دتخم دتداوی ۶g/kg شپږ ګرامه دیو کیلوګرام تخم لپاره پکاریږی.
نور درمل چې دسرخیو دمخنیوی لپاره استعمالیږی عبارت دی له :
اوکسی کاربوکسین:Oxycarboxin (C12H13NO4S4) 150ml/ha په زر لیتره اوبو کې حل کیږی.
مانیب_دایتین : Maneb-Dithane (C12H6MnN2S4) 150-160 g/ha
التاکمبای_کاربندیزیم Altacombi (Carbendezim)30 130-140ml/ha)
Chlorothamil (broad Spectrum) fungicide 50-60g/ha
باید ووایوچې دمقاومونوعو کرل دسرخیو دمخیوی یوه ښه لاره ده همدارنګه دمتناوب کوربه (زرشک) لمنځه وړل هم دناروغۍ په کمیدوکې زیات رول لری.
پټ تورکی:
ددې ناروغۍ عامل یو فنګس Tilletia caries , T . foetida , T . controversa دی. په دې ناروغۍ داخته بوټو قد کوچینی وږی یی تک شین تور بخند رنگ لری او غوښنې دا نی منځ ته راوړی د دانو په ځای دفنګس توررنګه سپورونه تولیدیږی چې دخساشوی ماهی بوی لری. هغه تخمونه چې دفنګس په سپورو باندې ککړ وی له شنه کیدو ورسته په بوټی کې دا ناروغی منځ ته راځی . ددې ناروغۍ دمخنیو لپاره تخم له کیمیاوی درمل ویتاواکس سره معامله کیږی چې له یوکیلو تخم سره دوه ګرامه ویتاواکس گډیږی.
لوځ تورکیLoose Smut :
لوځ تورکی په افغانستان کې یوه مهمه فنګسی ناروغی ده چې دUstilago tritici فنګس په واسطه منځ ته راځی دا ناروغی په بوټی کی هغه وخت معلومیږی چې بوټی وږی وباسی. ناروغ بوټی تور وږی وباسی . دکیمیاوی درملوپه واسطه دتخم تداوی ددې ناروغی دمخنیوی یوه موثره او ارزانه طریقه ده . ځو سستمیک زهری دواوی چې تخم له دې فنګس نه ساتی جوړې شوې دی ویتاواکس ،تیرام چې دواړه په یوه ټن تخم کې دوه کیلوګرامه استعمالیږی ددې ناروغۍ مخنیوى کوی.
دفنګس هغه ضد درمل چې دغنمودتورکو دمخنیوی لپاره استعمالیږی عبارت دی له:
Iprodione (250-300ml/ha in 600 l of water تجارتی نومونه یی
۱ .اندرسنز Andersons fungicide x .
2 . 1.3G,Chipco 26019 2f
26GT 2SC,Iprodione pro. 3
2SE,Lesco 18 Plus 2SC .4
Mancozeb دګرد په شکل) په سل لیتره اوبوکې (۲۵۰ml/ha تجارتی نمونه یی
Dithane T/O Rainshield
75WP, Dithane 37 WF
Fore Flo-XL 4F, Fore
همدارنګه تیرام دتخم دتداوی لپاره کولای شو استعمال کړو.
دغنمو افتونه اومخنیوى:
ځو حشرې لکه صحرایی ملخLocust ،تریپس Thrips ،لړمۍ Army Wormاوکفشک
Sunn pest غنم ترحملې لاندې راځی اود تاوان سبب ګرځی .
صحرائی ملخ (Locust ) :
ملخ کولای شی دغنموکروندو ته سخت تاوان ورسوی چې زیات تاوان دپسرلنی غنمو کروندوته اړوی. ملخ په منی کې هګۍ اچوی که جوی اوضاع مناسبه وی حشره زیاتی هګۍ اچوی په دې هکله باید سروی ګانی ترسره شی چی دهګیوتعدا معلوم شی ترځووروسته منځ ته راتلونکى تاوان معلوم شی .
مخنیوى: کرنیزې عملیی کولای شی دملخو زیات تعداد راکم کړی اوپه هغو سیموکې چې دملخو حملې دغنمو کروندی تاوانی کړی وی بایدمقاوم نباتات لکه باجره وکرل شی اوهمدارنګه میخانیکی طریقه هم موثره ده په میخانیکی طریقی سره دافت دمخنیوی لپاره زیات خلک رابلل کیږی ترځوچې دملخو مخنیوی وکړی لومړى جرونه وښکل کیږی بیا مچک دې جروته شړل کیږی اووروسته ترخاورولاندې کیږی دا کارترهغه وخته پورې امکان لری چی ملخو وزرونه نه ویی کړی اوکه ملخو وزرونه وکړل او دالوتو توان یی پیداکړ بیا نو مخنیوى نه کیږی.خو که دملخ وهلی ساحه پراخه وی نو بیا کیمیاوی مبارزه غواړی.
دغنمو په کروندوکې دملخو دمخنیوی لپاره دکیمیاوی درملواستعمال یوموثره طریقه ده هغه درمل چې دملخو دمخنیوی لپاره استعمالیږی عبارت دی له :
دای میتوئید Dimethoate (Cygon) سایګون،فیرودان،(Carbofuran-catbamite group) کارپوفوران،ګروپ کاربامیت ( ولارسبان(Lorsban).
دزهری طعمه جوړول: سوین ۵۰-۲۵% د۵۰-۴۰کیلودسبوس له اوړو سره.
تریپس Thrips :
تریپس ډېره وړه حشره ده چې یواځې ۶ ملی متره اوږدوالى لری استوانه یی شکل لری کله وزر لری او کله وزر نه لری. وزرئې ببر وی . ددې حشرې مچک په مختلفو رنګونو پیداکیږی خو دبالغه حشره یی توره رنګ لری . دا حشره دغنمو په پاڼو او تنو باندې ژوندکوی ددې افت دمخنیوی لپاره باید ۱،۵ ځخه تر دوه۲ سی سی ملتاین په یوه لیتر اوبو کې حل اوبیا دواپاشی شی.
لړمۍ Army Worm :
دا حشره کله چې غنم په بند وی اوساقه پیدا شی په پسرلی کې په غنموحمله کوی دورځې له خوا ځان په پاڼو کې پټوی او دمازیګر او ماښام له خوا خوراک کوی او کله کله دغنمو سر هم غوځوی . داحشره کله چې پسرلی کې هوا سړه او لندبل زیات وی په تیره په هغه کروندو کې چې تیر کال هم غنم پکې کرل شوی وی زیاتې وی او زیات تاوان رسوی ددې لپاره چې ددی حشرې مخنیوى وشی باید زهری مړۍ یا طعمه ورته جوړه شی چې دزهری طعمې لپاره ۳۵ ګرامه دپترکس ،شل ګرامه بوره اویوه کیلوګرام سبوس او په کافی اندازه اوبه جوړیږی دیوه جریب لپاره پنځه کیلو زهری طعمه بس کفایت کوی.
کفشک Sunn pest:
داحشره دغنموله شیرې،پاڼو،تنې او دانې ځخه تغذیه کوی .کله چې دا حشره له غنمونه تغذیه کوی یوځه بدبویی اوزهری موادبوټی ته داخلوی نو که له دوو ځخه تر دریو فیصدو پورې غنم کفشک خوړلی وی نو ټولو غنمو خوند خرابیږی ښه ډوډۍ نه ورکوی او له ګټې ځخه وځی .
تخمین شوې ده چې په افغانستان کې پنځه سوه زره جریبه ځمکه دغنموفصل په ۱۳۸۱ کال کې تباه کړى دی.
(Eurygaster integriceps) له پنځه سوه کلونو راهیسی دفاریاب،بادغیس،هرات،بلخ او هلمند په ولایت کې ژوند کوی
مختلط یا هراړخیزمخنیوى IPM :
په ایران کې دIPM یاهراړخیزه. مخنیوی ځخه کار اخستل شوی دی .ددې حشری هراړخیز خواص ددې حشرې طبیعی دوښمن ځینی فنګسونه دی چې په کفشک حمله کوی اولمنځه یی وړی او له مروجو افت کش نوچې دا حشرې لمنځه وړی له استعمال ځخه ډده کیږی اوښایی چی دا افت هم ددې درملو په مقابل کې مقاومت پیداکړی . هغه هرزه ګیاوې چې دا حشره ژوند پکې تیروی باید وسیځل شی ترځو ومنه شی کولای چی په بوټی کې ژمی تیر کړی چې دا یوه اغزمنه طریقه ده .
دجالو په واسطه ددې حشری راټولول او لمنځه وړل هم یوه موثره طریقه ده .
کیمیاوی درمل دای تین که دوه سی سی په یو لیتر اوبو کې حل او دوا پاشی شی ددې حشرې له منځه تلو سبب کیږی خوباید په یاد ولرو له هغو نباتاتو نه چې په دواپری شیندل شوی وی تر اوو (۷) ورځو استفاده ونه شی.
دغنمو راټولول اوزیرمه کول:
دغنمو راټول او ذخیره کول یو مهمه پروسه ده.غنم هغه وخت راټولیږی چې دانه ۱۴ فیصده لندبل ولری زمونږ په هیواد کې غنم دلور په واسطه لوکیږی کله چې مونږغنم لوکوونو باید غنم دځمکې پرمخ وانه چول شی ښایی دانې لندبل جذب کړی چې وروسته دفنګس له حملی سره مخامخ کیږی
کله چې غنم ددرمند لپاره را ټولوویوه اندازه ضایعات لری چې دا مخامخ ضایعات دی که په مناسب وخت راټول شی دا ضایعات کمیږی له درمند نه وروسته غنم باید په ګدام کې زیرمه شی ګدام باید کلک جوړشوی وی ترځو موږکان ونشی کولای چې غله خرابه کړی په ګدام کې غنم باید په بوجیوکې دتختو دپاسه کیښودل شی او هوا دبوجیو ترمنځ جریان وکړای شی ګدام باید لندبل ونه لری که لندبل ولری نودغنمو دانې لندبل جذبوی چې وروسته په فنګسی ناروغیو اخته کیږی.
هغه تخمونه چې ښه پاک شوی وی خارجی مواد ونه لری دزیات وخت لپاره زیرمه کیدای شی .
لیکونکی : محمد هارون ” تولنپال ”
